په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

غور کې ټاکنو ته د رایه ورکوونکو د چمتو کولو هڅې

د افغانستان په لرې پراته غور ولايت کې د مدني ټولنو رضاکارانو هڅې پيل کړي چې رايه اچونکي د انتخاباتو په سيستم وپوهوي.

دغه مرکزي ولايت کې د ځايي خلکو په وينا کليوالې سيمې، د وسله والو او زورواکو په لاس کې دي خو مرکز، چغچران، يې امن دى.

محمد قاضي زاده، د غور مرکز ته تللى او د ټاکنو د کمپاېن له بهيره مو خبروي.