په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

روغتيا په ناپاکۍ کې

په اندونيزيا کې خځلې يا پاتې شونې او روغتيايي ستونزې دوه لوى سرخوږي دي.

يوه ډاکټر د دواړو حل لار موندلې.

دغه ډاکټر د بې وزلو خلکو لپاره گڼ کلېنيکونه پرانيستي او د فيس پر ځاى ورڅخه د هغوى پاتې شوني د بيا کارولو/ريسايکل لپاره اخلي.

ده د دغو هڅو لپاره نړيواله جايزه هم گټلې ده.

د ده یوه کلېنیک ته مو ابر اهیم امیري ورولي.