په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د بېګم نسیم ولي جلا کېدل ګوند ته په زیان و"

په خېبر پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند وروسته له هغه ووېشل شو چې د دغه ګوند پخوانۍ مشرې او د خان عبد الولي خان مېرمن بېګم نسيم ولي يو بل ګوند جوړ کړ.

دغه ګوند چې عوامي نېشنل ولي ګوند نومېږي وروسته له هغه جوړېږي چې د مېرمن ولي خان او عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفنديار ولي ترمنځ له څه مودې راهيسې ښکاره توپېرونه راټوکېدلي دي.

رحمان پرې له پېښوره دا رپوټ چمتو کړی دی.