په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د بې وسلې کولو هڅې

د مرکزي افريقا په جمهوريت کې اته زره نړيوالو ځواکونو وروسته له هغه د سولې ساتنې هلې ځلې پېل کړې چې سياسي سيالۍ په کې په ديني شخړو واوښتې.

دغه يو کلن تاوتريخوالي نژدې یو میليون وګړی بې کوره کړي چې د دغه هېواد يو پر پنځه برخه جوړوي.

د افريقايي ټولنې او فرانسې سرتېري اوس زیار باسي چې مسيحي او مسلمانې ملېشې بې وسلې کړي، خو دا يو سخته مبارزه ده.

نور جزییات په دې رپوټ کې چې ثنا ساپۍ یې وړاندې کوي.