په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پوتین: اوکرایین کې د جګړې پلان نه لرو

4 مارچ 2014 - 13 کب 1392 د خپرېدو نیټه 14:17 گرینویچ

د اوکرایین په سټراټيژيکه کرېميا ټاپوزمه کې په ټپه ولاړ پوځي حالت لا روان دی، په داسې حال کې چې زرګونه روسي ځواکونو لا تر اوسه اوکراينۍ پوځي اډې کلابندې کړي د روسيې ولسمشر ولاډمير پوټين د خپلو ځواکونو له شتون دفاع کړې.

ښاغلي پوتین ويلي مسکو د وېکټر ينکووېچ غوښتنې ته، چې د اوکراين قانونی ولسمشر يې بللی، په ځواب کې ګام پورته کړی دی.

پوتین وويل دی په اوکرایين کې د جګړې هېڅ پلان نه لري او یا دا چې کرېميا دې خپل هېواد سره وتړي، خو زياته يې کړه روسيه، د ټولو وسايلو کارولو خپل حق ساتي، چې په وينا يې په ختيځ اوکراين کې د خلکو ساتنه وکړي.

نور جزییات په دې وېډیويي رپوټ کې چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.