په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کمکازیو پیلوټانو لیکونه د ملګرو ملتونو نړيوال ميراث کې شاملېږي

نژدې ۷۰ کاله مخکې له دویمې نړيوالې جګړې وروسته، د کمکازې نوم لا تر اوسه د متعصبو ځانمرګو ماموريتونو انځورونه او ياد تازه کوي.

اوس جاپان غواړي د هغو زرګونو ځوانو پيلوټانو، ياد ولمانځي چې د ايتلافي هېوادونو پر بېړيو يې خپلې الوتکې ورغورځولې. په دې سره به د دوی وروستي ليکونه د ملګرو ملتونو په نړيوال ميراث کې شاملېږي، خو دغه کار له ناندريو سره مل دی.