په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ایچ ای وي اېډز ارثي درملنه

په امریکا کې ډاکټران توانیدلي چې د ارثي درملنې په وسیله د ایج ای وي اېډز ناورغۍ د درملنې په برخه کې یوه ښه لاسته راوړنه ولري.

په دې څیړنه کې چې د اېډز پر ۱۲ ناروغانو ترسره شوې ډاکټران وتوانېدل چې په سپینو حجرو کې له بدلون راوتلو وروسته د ناورغي پر وړاندې دفاعي سیستم پياوړي کړي او ناروغ اړ نه وي چې هره ورځ د اېډز ناروغۍ درمل وخوري.

د موضوع د لا روښانه کولو لپاره ابراهیم امیري په لندن کې له افغان ډاکټر خسرو سنګروال سره غږېدلی او په پېل کې یې پوښتلی چې ارثي څنګه درملنه ده؟