په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پیټرانډرسن ګومال به د افغانستان پر کرېکټ څه اغیز ولري؟

Image caption د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د پاپوا نیوګیني ټیم مخکنی روزونکی پیټر انډرسن یې د افغانستان د کرېکټ ملي اکاډیمۍ د نوي روزونکي په توګه ګومارلی دی.

نوموړی له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د کرېکټ د روزنکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د هغه د ټاکل کېدو په اړه د افغانستان د کرېکټ بورډ له اجرایوي مشر نور محمد مراد سره وغږېدم او په پیل کې مې وپوښت چې د پیټرانډرسن ګومارل به د افغانستان پر کرېکټ څه اغیزې ولري؟