په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نه نخښه، نه څرک: د ورکې الوتکې لټون روان دی

په پنځمه ورځ هم د ماليزيا په سپرلۍ وړونکې الوتکې پسې لټون روان دى. چارواکي دا تورونه نه مني چې گواکې د تري تم شوې الوتکې د پلټنې په باب معلومات سم نه دي او خلک سربداله کوي.

د ماليزيا د ټرانسپورټ وزير وايي دوى به د الوتکې د موندلو په برخه کې هڅې او منډې کمې نه کړي.