په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د ورکې الوتکې د موندلو هیله له لاسه نه ورکوو"

تراوسه هم د مالیزیایۍ ورکې شوې الوتکې هېڅ څرک نه دی لګېدلی.

دغه سپرلۍ وړونکې الوتکه د تېرې شنبې پر ورځ له کوالا لمپور، بېجينګ ته پر لار وه، خو دا چې څه ورپېښ شول، لا تراوسه نه دي روښانه شوي.

د چين لومړی وزير لي که چيانګ وايي تر هغه چې ورکه شوې الوتکه نه وي موندل شوې، هيلې به له لاسه نه ورکوي.

نن سهار په يوه خبري کنفرانس کې د ماليزيا ټرانسپورټ وزير بيا د الوتکې ورکېدا بې سابقې وبلله.

نور جزییات په دې رپوټ کې چې سپین ټنی یې وړاندې کوي.