په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوریه کې د جګړې درې کاله پوره شول، خو پای یې نه دی معلوم

دا دريم کال دى چې په سوريه کې حکومت او مخالفان يې د واک د گدۍ پر سر په لانجه اخته دي.

په ميلونونو انسانانو ته يې سرخوږى جوړ کړى دى.

په دې وروستيو کې د جينيوا خبرو هم حل لاره ونه مونده.

دا هر څه په سويلي ښار ديرا کې له مظاهرو پيل شول چې د عرب پسرلي په نامه د ديموکراسۍ لپاره پاڅونونو څخه يې زده کړي وو.

خو په سوريه کې دا پاڅون په خونړۍ کورنۍ جگړې بدل شو.