په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پوتین: کریمیا تل د روسیې برخه وه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د پارلمان دواړو جرګو ته د کریمیا په هکله د ټول پوشتنې په تړاو وینا کې وویل چې کریمیا تل د روسیې برخه وه.

د دغې ټول پوښتنې له لارې کريميا له اوکرایين د بېلېدو اعلان او له روسيې سره د يو ځای کېدو غوښتنه وکړه.

په اوکرایين کې بيا د دغه هېواد چارسمبالي ولسمشر ويلي خبرو ته چمتو دی خو روسيې ته به له کريمیا تېر نه شي.

د مسکو پر راتلونکي ګام له اندېښنو سره، د اوکرایين پارلمان د خپلو ځواکونو يوې برخې پر غونډولو او تيارولو هوکړه کړې ده.

نور جزییات په دې وېډیويي رپوټ کې چې داود جنبش یې وړاندې کوي.