په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوکراين کریمیا کړکېچ ترينګلتیا زیاته کړې

په اوکراين کې څو سوه روسي پلوه وسله والو فعالانو يوه ورځ وروسته له هغه د کريميا سېواسټوپول بندر کې د اوکراين پر سمندري اډه يرغل ورووړ، چې روسيې په کې د دغې ټاپوزمې ورنيولو ګام پورته کړ.

د روسيې بيرغونه ليدل شوي چې پر ودانيو رپېږي.

په همدې وخت کې د اوکراين پوځ له خپلو پولو د دفاع چمتوالی نیسي.

خو په يوه کلی کې د دغو ځواکونو هرکلی نه کېده.