په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نیل سیند اوبو پر سر د مصر او ایتوپیا لانجه

نيل د نړۍ تر ټولو اوږد سيند او د مصر د اوبه خور سيستم زړه جوړوي.

خو د دې وروستيو کلونو سياليو د مصر د کرهڼې سيستم له خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ کړى دى.

اوس ايتوپيا پر دغه سيند بند جوړوي چې د افريقا د برېښنا تر ټولو لوى بند به وي.

خو ته وا دا کار به د مصر او ايتوپيا اړيکي سره خړې پړې کړي؟

په دې هکله تفصیل په دې وېډیويي رپوټ کې چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.