په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کبیر خان: افغان لوبغاړي لا هم تجربې ته اړتیا لري

د انځور حقوق bbc
Image caption د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی کبیر خان

افغان کرېکټ لوبډلې په بنګله دېش کې په ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو کې ګډون کړی و.

د بري او ناکامۍ خبره به یوې خوا ته پرېږدو خو افغانستان ښه لوبه وکړه.

د نوي کال په درشل کې مو د افغان کرېکټ لوبډلې مشر کبیر خان په بنګله دېش کې وموند او د زړه خواله مو ورسره وکړه.

د بحث یوه موضوع دا وه چې ولې افغان کرېکټ لوبغاړي له خوړو سره احتیاط نه کوي؟

د کبیر خان ځواب دا و چې خلک مېلمستیاوې ورته کوي او که ورنشي نو خپه کېږي.

کبیرخان له سپین ټڼي سره د مرکې په پيل کې د افغان لوبډلې د روزونکي په توګه د ګومارل کېدو کیسه کوي.