په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

شفیق مرید: تازه سندره مې افغان کرېکټ اتلانو ته ویلې

Image caption وتلی هنرمند شفیق مرید

د افغانستان وتلی هنرمند شفیق مرید وايي، مینه وال يې ډېر نازوي.

هغه زیاتوي د افغانانو په منځ کې اوس د هنرمندانو درنښت زیات شوی دی.

ښاغلي مرید د نوي کال په ویاړ له سپین ټڼي سره په مرکه کې وویل د یوه سندرغاړي لپاره ښه غږ، د موزیک او شعر انتخاب خورا ارزښت لري.