په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

دایکندي کې پوزه غوڅوونکې بن نیول شوې

د افغانستان په دایکندي ولایت کې یوې میرمنې د بلې میرمنې پوزه پرې کړې ده. هغه میرمن چې پوزه یې پرې شوې ۲۱ کلنه طاهره ده چې له خپلې بنې سره یې لفظي شخړه شوې، لومړی طاهره وهل شوې او بیا یې پوزه په چړه پرې شوې.

د طاهری پلار وايي که حکومت یې د لور بنې ته سزا ورنه کړي، نو دی به د خپلې لور غچ په خپله واخلي. اوس مهال تورنه ښځه د پولیس له خوا توقیف شوې ده.

وړانګې علیزۍ پرې دا رپوټ چمتو کړی دی.