په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جاپان کې د اقتصادي غوړېدا نوښتونه

که خپل کاروبار پيلوئ، نو زړور ګام یې بولئ او که قمار؟

ښه، په جاپان کې دريځونه په بدلېدو دي، په دغه هېواد کې لا ډېر کاروباريان اوس د سوداګرۍ چارو له پيلونې سره ځانونه سموي او د ټکنولوژۍ نړۍ کې د لا سترو پنځونو خوبونه ګوري.

نو پوښتنه دا ده چې دوی کولی شي د امريکا کليفورنیا کې د سېلېکون درې د ټکنولوژۍ پنځونو له برياليتوب څه زده کړي؟