په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پانګونه وکړئ، اروپایي پاسپورت واخلئ!

غواړئ له قانونی لارې د اروپا پاسپورټ واخلئ؟ ستاسې ډېرو به احساس تخڼېدلی وي، خو د دغه ډول پاسپورټ بيه به يو ميليون يورو وي، او کېدی شي دوه کاله وخت هم ونيسي.

خو اوسمهال هر څوک چې غواړي د پورتګال په څېر هېوادونو کې ژوند وکړي، ډېرو پيسو په پانګونه، چې تر ډېره د ملکیتونو پېرل دي، کولی شي هغه څه ترلاسه کړي، چې طلايي ويزه بلل کېږي.

دا يو داسې پروګرام دی چې د يوروزون له ستونزو سره لاس او ګرېوان اقتصادونو سره د مرستې لپاره په کې پيسې راغونډېږي، او د شتمنو اسيايي پېرودونکو ترمنځ په لوړه کچه مشهور شوی دی.