په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مصر کې د اخوان المسملین ۷۰۰ غړي محاکمه کېږي

په مصر کې نن د اخوان المسلمين مشر محمد بديع او د پخواني ولسمشر محمد مرسي ۷۰۰ پلويان محاکمه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوځ په ملاتړ حکومت د دغه لرې شوي ولسمشر ملاتړيو ځپلو ته دوام ورکوي.

د دوشنبې پر ورځ څه باندې ۵۰۰ مرسي پلوه کسانو ته له يوې داسې محاکمې وروسته د مرګ سزا ورکړل شوه، چې يوازې دوه ورځې يې دوام وکړ.

قانون پوهان وايي دغه حکم بايد لغوه شي، چې له پراخو نيوکو سره مخامخ شوی دی.

په دې هکله نور تفصیل په دې وېډیويي رپوټ کې چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.