په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په ټاکنو کې د احتمالي درغلیو مخینوي څنګه شونی دی؟

په پام کې ده چې د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د وري/حمل په ۱۶ نیټه ټاکنې ترسره شي.

په ټاکنو کې روڼوالی او د درغلیو مخینوي یوه له مهمو موضوګانو ده.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي په راتلوونکو ټاکنو کې یې د درغلیو د مخینوي لپاره هڅې کړې خو زیاتوي چې په هغو حوزو کې به انتخابات ترسره نه شي چې څارونکي په کې نه وي یا امنیت یې ډاډمن نه وي.

دغه راز له یو لړ وروستیو پېښو وروسته یو شمېر بهرنیو څارونو ویلي چې ښايي افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورنه کړي.

ابراهیم امیري په ستاسو نظر پروګرام کې د بي بي سي له اوريدونکو پوښتلي چې د دوی په نظر په ټاکنو کې د احتمالي درغلیو مخه څنګه نیول کېدای شي؟