په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

شمالي کوريا او پاروونکې پرمختيا

پاروونکې پرمختیا: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا د منځني واټن توغندویو توغولو ګام په همدې ټکو یاد کړ.

دا له ۲۰۰۹ کال را په دې خوا لومړی ځل دی چې نوډانګ توغندي د تمرین په ډول توغول کېږي.

شمالي کوریا دا توغندي له هغې غونډې ساعتونه وروسته وتوغول چې امریکايي چارواکو په کې له جاپاني او سوېلي کوریا له مشرانو سره د پېنګیانګ د اتومي وسلو پر پروګرام خبرې کولې.