په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

السیسي د ولسمشرۍ ټاکنو ته پوځي دنده پرېږدي

د مصر د پوځ مشر فيلډ مارشال عبد الفتاح السيسي په څرګنده کړې چې د ولسمشرۍ ټولټاکنو کې سيالۍ لپاره له پوځي دندې ګوښه کېږي.

لا تر اوسه د دغو ټولټاکنو لپاره کومه نېټه نه ده په ګوته شوې، خو په يوه ټلويزيوني وينا کې، چې لا يې پوځي جامې پر تن وې، دغه سړي چې پخوانی اسلامپالی ولسمشر محمد مرسي يې په يوه پوځي کودتا کې وپرځاوه، داسې خبرې کولې چې د ټاکنيزې مبارزې وینا بلل کېده.

په دې هکله نور تفصیل په دې رپوټ کې چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.