په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هوا ناوړه حالت وړاندوينې ننګونه

له سېلابونو تر واورې ښويېدو پورې، په تېرو څو کلونو کې مو د هوا له هسکو ټيتو راټوکېدلې پېښې او داسې ويجاوړنکی اغېز وليد چې د نړۍ ډېرو برخو کې يې پرېښودی شي.

خو پوښتنه دا ده چې دا ډول پېښې به زياتېږي؟

د ملګرو ملتونو د هوا او چاپېريال پېژندنې ډله د همدې نړيوال انځور ارزونه کوي، خو ان د لوړې ټکنولوژۍ ساينسي پرمختيا سره، د هوا هسکو ټيټو د وړاندوينې ننګونه خورا سخته برېښي.

نور جزییات یې په دې رپوټ کې چې ثنا ساپۍ یې وړاندې کوي.