په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکا کې له ځمکې ښویېدنې وروسته ۹۰ کسان ورک دي

له لویې مځکښويېدنې پنځه ورځې وروسته، چې د امريکا شمال لوېديځ کې يې له سياټل سره نژدې يو ښارګوټی لاندې کړی و، د ژغورنې کارکوونکي وايي ۹۰ کسان لا تراوسه ورک دي.

باور دی چې لسګونه کسان تر پنډو غرنيو خټو لاندې شوي وي.

د ۲۴ کسانو د مړيني پخلی شوی، خو وېره دا ده چې دغه شمېر کېدای شي لا نور لوړ شي.

نور جزییات په دې ربوټ کې چې یما بارز یې وړاندې کوي.