په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ورکې مالیزیایۍ الوتکې لټون په پرمختللې تکنالوژۍ

په ورکې مالیزیايۍ الوتکې پسې لټون نن د هند سمندر یوې بلې برخې ته لېږدول شوی دی.

د اسټرالیا او مالیزیا چارواکي وايي لټون به اوس ۱۱۰۰ کیلو متره، لرې، شمال ختیځ خوا ته، په هغه سیمه کې کېږي چې پخوا ويل کېدل ښايي پاتې شونې په کې وي.

دا له هغه وروسته کېږي چې د رادار معلوماتو وښودله چې الوتکه تر خپل حالت ډېره تېزه روانه وه.

که چېرې د الوتکې پاتې شونې وموندل شي نو ښايي د را ایستلو لپاره یې، د سمندر په تل کې، پرمختللې تکنالوژي وکارول شي.

په دې هکله نور تفصیل په دې رپوټ کې چې ابراهیم امیري یې وړاندې کوي.