بامیان کې له نوي ولسمشره د خلکو تمې

د خپريدو وخت: 13:52 گرینویچ - شنبه‬ 29 مارچ 2014 - 09 وری 1393
    • مختار احمد، دوکاندار: هیله مې لرله چې د زراعت له زده کړو وروسته په خپل مسلک کې خلکو ته خدمت وکړم خو اوس دوکاندارۍ ته اړ شوی یم ځکه چې اوس په افغانستان کې له واسطې پرته چا ته کار نه ورکول کېږي. داسې کس ته باید رایې ورکړل شي چې د خلکو راتلوونکی او برخلیک روښانه کړي، له هېواده د بې روزګارې او بې وزلۍ ریښې وباسي او امنیت ټینګ کړي. داسې کس باید ولسمشر شي چې د افغانستان د تولیداتو په فکر کې وي.

    • راضیه احساس: په ټاکنو کې برخه اخلم او داسې کس ته رایه ورکوم چې په صداقت د افغانستان خلکو ته کار وکړي، د ځوانانو غوښتنو ته درناوی ولري، د کار او زده کړو زمېنه ورته برابره کړي. خو زه په ټاکنو کې د درغلیو په اړه اندیښمنه یم، درغلي باید ونه شي.

    • حسین علي، بزګر: ولې په ټاکنو کې ګډون ونه کړم؟ ګډون کوم خو داسې چا ته رایه ورکوم چې ګټور وي. د افغان بزګرانو ژوند ښه کړي. موږ برېښنا، اوبه خور او سړکونو ته اړتیا لرو، داسې څوک دې ولسمشر شي چې زموږ دغه غوښتنې ومني.

    • سید خدایداد، کارګر: هیله مې دا ده چې ټاکنې په عادلانه توګه ترسره شي او داسې څوک ولسمشر شي چې خلکو ته کار پېدا کړي او خلک له بې وزلۍ وژغوري. په تېرو ټاکنو کې مې هم ګډون کړی و خو زما په ژوند کې هېڅ بدلون رانغی. ولسمشر کرزی بامیان ته راغلی و او ویل یې چې دا کار به وکړي هغه کار به وکړي خو هېڅ کار یې ونه کړ. له ټاکنو څه تمه نه لرم خو بیا هم توکل په خدای ګډون په کې کوم.

    • محمد جواد، د سکرو پلورونکی: له ټاکنو مې یوازنۍ هیله دا ده چې خدای مهربانه شي او په افغانستان کې امنیت ټینګ شي او موږ وکولای شو چې یوه مړۍ حلاله ډوډۍ خپلو کورنیو ته پېدا کړو او ښه ژوند وکړو. هر څوک چې ولسمشر کېږي باید په ټول هېواد کې امنیت ټینګ کړي. دلته په مرکز کې امنیت ښه دی خو د بامیان پر لارو امنیت ښه نه دی، په تګ راتګ کې ستونزې وي. که امنیت ښه شي د سکرو بیه هم ټیټېږي او زموږ کار هم ورسره ښه کېږي.

    • زهرا کاظمي، سوداګره: موږ سل په سلو کې په ټاکنو کې ګډون کوو، ۲۲۰ تنه ښځې چې له ما سره کار کوي هم غواړي چې په ټاکنو کې برخه واخلي. زموږ غوښتنه له حکومت او د ټاکنو له کمېسیونه دا ده چې ټاکنې په عادلانه توګه ترسره کړي او موږ داسې یو څوک غوره کړو چې افغانستان ته خدمت وکړي. تر هرڅه ډېره مهمه دا ده چې نوی ولسمشر باید امنیت ټینګ کړي، څو په دې توګه شرکتونه کار ته وهڅېږي او خلک هم بې روزګاره پاتې نه شي. په ښوونځیو کې دې ښوونه او روزنه معیاري شي او لاسي صنایعو او ښځو ته باید ځانګړې پاملرنه وشي.

    • غلام محمد، دوکاندار: د رایې ورکولو کارت مې اخیستی او په ټاکنو کې یوازې په دې خاطر برخه اخلم چې زموږ په هېواد کې امنیت ټینګ شي او ښه والی راشي. موږ امنیت غواړو او داسې چا ته رایه ورکوو چې عادل وي او خدمت وکړي. مخکې مې هم رایه ورکړې ده او غوښتنې مې هم تر یو ځایه پوره شوې دي خو اوس هم د برېښنا او امنیت غوښتوونکي یو او په همدې هیله ټاکنو کې برخه اخلم.

    • حسن حیدري: زه د ټاکنو ورځې ته شيبې شمېرم، او د ټولنیز عدالت په خاطر خامخا په کې برخه اخلم. هغه پروژې چې په افغانستان کې پلي کېږي باید په ټولو ولایتونو کې په یو ډول پلي شي. تاسو وګورئ چې موږ برېښنا نه لرو، نجوني په چادرۍ کې زده کړې کوي او په بامیان کې د نورو ولایتونو په پرتله امکانات ډېر لږ دي. داسې یو څوک باید ولسمشر شي چې د افغانستان ټولو وګړو ته یو شان وګوري.

    • عباس، ښوونکی: په ټاکنو کې ګډون کوو او له خلکو نه مې غوښتنه دا ده چې داسې یو چا ته رایه ورکړي چې هېواد د سولې او ارامۍ په لور بوځي. د هېواد برخلیک زموږ په خپلو لاسونو کې دی او داسې یو کس باید وټاکو چې په ریښتا هم د دې وړتیا ولري چې امنیت ټینګ کړي.

    • خردمند انصاري: ما د رایې ورکولو کارت اخیستی او په لومړي ځل په ټاکنو کې برخه اخلم. هیله مې دا ده چې له دې ټاکنو وروسته ځوانانو ته د زده کړو زمېنه برابره شي. هر څوک چې ولسمشر شي باید په ټول هېواد خو په ځانګړې توګه په بامیان ولایت کې دیني مدرسې جوړې کړي چې موږ نجوني هم په کې زده کړې وکړو. افغانستان یو اسلامي هېواد دی باید ځوانان لازمې دینې زده وکړي.

    • قدریه جعفري، زده کوونکې: زما یوازینۍ غوښتنه دا ده چې ټاکنې رڼې ترسره شي او هر څوک چې ولسمشر کېږي باید ځوانانو ته د پرمختګ لارې پرانیزې.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .