په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سرتاج عزیز: افغان ټاکنې له سولې سره مرسته کولی شي

د پاکستان يو لوړ پوړى چارواکى وايي د افغانستان ټاکنې له سولې سره مرسته کولى شي او سوله د کابل او اسلام اباد دواړو په خير ده.

د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو تگلارو لپاره د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په ځانگړو خبرو کې وويل چې اسلام اباد افغان طالبان خبرو ته هڅولي خو پر هغوى کنټرول نه لري. زموږ همکار طاهر خان له ښاغلي عزيز سره مرکه کړې ده.