په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په ميليونونو افغانانو ټولټاکنو کې رايې ورکړې

په ميليونونو افغانانو نن د اپرېل ۵ مه د وري ۱۶ مه له حامد کرزي وروسته د خپل نوي ولسمشر لپاره رايې ورکړې.

د رايې ورکولو له مخې د هېواد مشرتابه بدلون به د افغانستان تاريخ کې لومړی ځل وي چې په ډيموکراټيک ډول واک ته رسېدلی ولسمشر بل ټاکل شوي ولسمشر ته واک لېږدوي.

په تېرو شاوخوا دوو مياشتو د سيالۍ پاتې اتو کانديدانو د ولسمشر حامد کرزي ځای نيولو لپاره پرله پسې ټاکنیزې هلې ځلې کولې.

له کابله د حفيظ الله معروف راپور