په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريكا: افغانستان كې به ښکېل پاتې کېږو

امريکا وايي په افغانستان کې به په يو نه، يو ډول ښکېل پاتې کېږي خو پاکستان هم ورته په هر حال مهم دى.

د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما د ځانگړي استازي مرستيالې بيټ جونز له بي بي سي سره په خبرو کې له طالبانو سره د اسلام اباد او کابل پر خبرو هم رڼا واچوله.

هغې د کابل پر هغو ادعاوو چې گواکې د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ اوربند، افغان ټاکنو ته د زيان رسولو په نيت شوى له څه ويلو يې ډډه وکړه.