ټاکنې: هراتیان له راتلونکي ولسمشره څه غواړي؟

د خپريدو وخت: 12:28 گرینویچ - سه شنبه 01 اپریل 2014 - 12 وری 1393

د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو د افغانانو هيلې زیاتې دي. له امنیته نيولې، تر بیا رغوونې، اقتصادي پرمختګ، پوهنې او کرنې په برخو کې. هراتیان هم له راتلونکي ولسمشره خپلې غوښتنې لري.

عکاس: فرهاد تمنا

Herat Gallery

  • مېسګر، غلام حسن:

    هو زه کارت لرم او حتما به خپله رایه وکاروم.

    له راتلونکي ولسمشره مې تر ټولو لویه غوښتنه د امنیت ټينګښت دی.

    د دولت پر مخالفینو هم غږ کوم چې له جنګه لاس واخلي او د افغانستان رغولو په فکر کې شي.

  • عبدالقادر سابه پلورونکی:

    ټول عمر مې په مهاجرت کې تېر شوی، کله چې هېواد ته راستون شوم نو ونه توانېدم ځان ته د کار زمينه برابره کړم.

    له راتلونکي ولسمشره غواړم چې ما او زما په څېر ډېرو نورو ته د روزګار زمينه برابره کړي.

  • زرمینه، د هرات پوهنتون زده کوونکې:

    له راتلونکي ولسمشره مې غوښتنه دا ده چې تر هر څه د مخه له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي. افغانستان اوس هم له اقتصادي او نظامي پلوه بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري.

  • نذیر احمد، زرګر:

    هره ورځ ماښام چې لا تیاره هم نه وي خوره شوې، خپل دوکان بندوم. ځکه امنیتي ستونزې دي، وېرېږم! له راتلونکي ولسمشره مې غوښتنه همدا ده، چې تر هر څه وړاندې د امنیت ټينګولو ته پام وکړي.

  • محمد نعیم چې د فاریاب دی خو اوس هرات کې اوسېږي:

    راتلونکو ټاکنو ته سترګې پر لار یم او حتمآ په کې ګډون کوم. د خپلې خوښې له نومانده غواړم چې هېواد ته امنیت راولي، پانګونې ته لاره هواره کړي او له نورې نړۍ سره ښې اړېکې ټينګې کړي.

  • غزل یحیی زاده، ورځپاڼه ليکونکې:

    تېر کال په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکو لپاره ډېر ښه نه و، تمه مې دا ده چې راتلونکی حکومت به د ژورنالستانو خوندیتوب ته ډېر پام وکړي او د بیان ازادۍ ته به هم لاره هواره کړي.

  • مسعود، د شرعیاتو پوهنځي ښوونکی:

    له راتلونکي ولسمشره غواړم چې د هېواد ټول قوانین د اسلامي احکامو پر بنسټ جوړ کړي. له ولس نه هم غوښتنه کوم چې خپله رایه سمه وکاروي، او داسې څوک وټاکي چې پر اسلامي حکمونو او اصولو معتقد وي.

  • عزیز احمد، د هرات له ګذرې ولسوالۍ څخه:

    ډېر په شوق مې د رای اچونې کارت واخېست او غواړم د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړم. په یوه نا امنه ولسوالۍ کې ژوند کوم او له راتلونکي ولسمشره غواړم چې امنیت ټینګ کړي تر څو ګاونډيو هېوادونو ته په افغانستان کې د لاسوهنې زمینه برابره نه شي.

  • ساغر محمدي، د مدني ټولنې فعاله:

    له راتلونکي ولسمشره مې غوښتنه دا ده چې د ښځو حقونو ته ډېر پام وکړي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي جدي ګامونه پورته کړي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .