په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شنبې ټاکنو ته وروستۍ منډې ترړې

په کابل کې د کورنیو چارو وزارت دباندې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه، شپږ پولیس ووژل.

طالبانو د برید مسوولیت منلی دی.

په دې وروستیو کې دې ته ورته ډېر بریدونه وشول خو له دې سره سره هم ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ کاندیدانو خپل کمپاین تر دې شېبې روان ساتلی دی.

ټاکنې د شنبې په ورځ تر سره کېږي.

خو په کمپاین کې په زرګونه خلک، که زوړ و او که ځوان، د کاندیدانو غونډو ته ورتلل او لا هم ورځي.

په دې رپوټ کې چې ایمل پسرلی یې وړاندې کوي د دوو کاندیدانو کمپاین وینئ.