په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کمپاينونو کې اخلاق څومره رعايت شوي؟

د افغانستان ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنو لپاره تر سره شوي تبليغاتي کمپاينونه په دغه هېواد کې کم ساري بلل شوي دي. خلکو د امنيتي گواښونو سره سره په پراخه کچه په ټاکنيزو غونډو کې برخه واخيسته.

ټاکنيزې منډې ترړې له دې امله هم د پام وړ وې چې د خواله رسنۍ په کې په لويه کچه وکارېدې. خو له دغو ښېگڼو سره سره، د ټاکنيزو کمپاينونو په ترڅ کې قوانين او اخلاق څومره رعايت شول؟ د سرغړونو په خلاف پورته شوي گامونه کافي وو؟ له دغه بهيره څه زدکړې شوي؟ زموږ همکار يما بارز دا پوښتنې د آزاد او عادلانه ټاکنو د بنسټ وياند فهيم نعيمي مخې ته ايښي.