په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فکر لارې:‌ افغانستان کې هنر او ادب

په افغانستان کې هر کال په سلګونو کتابونه چاپېږي خو دقیقه شمېره یې نه ده څرګنده. لیکوال نه حق الزحمه مومي او نه له دې لارې ژوند جوړوي. ځکه چې لوستونکی پر کتاب پیسه نه ورکوي. د انځورګرانو او فلم جوړونکو حال هم همدا دی. په داسې حالت کې به د ځوانو لیکوالو او هنر خاوندانو راتلونکی څرنګه خوندي کېږي؟

د فکر لارې خپرونه یې د ځواب موندلو هڅه کړې.

وړاندې کوونکی:‌ ایمل پسرلی

پروډیوسر/جوړونکی:‌ اسمعیل میاخیل