په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

زابل کې د رای اچولو ۳۴ مرکزونه تړلي

د زابل د ټاکنو مشر هاشم ګرانی وایي، په دغه ولایت کې به د رای ورکولو له ۸۱ مرکزونو ۴۷ یې پرانیستي او پاتې نور به تړلي پانې وي. د شمېرو له مخې، په دې ولایت کې یوسل او پنځوسو زرو کسانو خپلو نومونه ثبت کړي چې لږ برخه یې مېرمنې دي.

ښاغلي ګرانی وایي، زابل کې یوازې درې ښځینه کارکونکې له دوی سره کارکوي.