په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لبنان کې د سوریايي کډوالو شمېر یو میلیون شو

په لبنان کې ملګرو ملتونو د يو ميليون کډوال نومليکنه کړې، چې له ګاونډۍ سوریې وراوښتي دي، يوه داسې پرمختيا چې ويجاړوونکی پړاو بلل شوی دی.

دغه لړزوونکی شمېر د يو بشري ناورين کچه په ګوته کوي.

درې کاله مخکې، له هغه راهيسې چې د سوريې کورنۍ جګړه پيل شوې، د دغه هېواد نژدې سم نيم وګړي بې ځايه شوي دي.

لبنان د دغه کړکېچ تر ټولو درانه بار ته اوږه ورکړې، او د کډوالو زياتېدونکي شمېر پر وړاندې له ځان سمولو سره لاس او ګرېوان دی.

نور جزییات یې په دې رپوټ کې چې ثنا ساپۍ یې وړاندې کوي.