په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هلمند بزګران د کوکنارو بديل غواړي

په افغانستان کې د کوکنارو کر يوه داسې ستونزه ده، چې په تېرو څه د پاسه دوولسو کلونو کې يې افغان حکومت د نړيوالې ټولنې په مرسته په مخنيوي نه دی توانېدلی.

افغانستان لا اوس هم په نړۍ کې د کوکنارو تر ټولو لوى توليدونکى هېواد دى چې د ميلياردونو ډالرو په ارزښت هېروين ترې جوړېږي.

تېر نومبر د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر ويلي وو، په دغه هېواد کې د کوکنارو کر ريکارډ کچې ته لوړ شوی دی.

له دې معلومېږي راتلونکی هر حکومت چې د افغان ولسمشريزو ټاکنو پايله کې راځي، د کوکنارو د دغې لوړېدونکې کرکیلې مخنيوي او د بزګرانو لپاره د بديلې لارې موندل به ورته يوه لويه ننګونه وي.

افغانستان کې اوسمهال تر ټولو ډېر کوکنار په هلمند ولايت کې کرل کېږي.

افغان چارواکي د کوکنارو د کروندو په اړولو بوخت دي خو بزگران ورته د بديل عايد پر راکتلو ټينګار کوي.

بلال سروري د هلمند کوکنارو له کروندو دا راپور را استولی دی