د ټاکنو خوندي تر سره کېدو لامل څه و؟

Image caption افغان ولسمشریزې ټاکنې په خوندي توګه تر سره شوې

د افغانستان ولسمشريزې او ولايتي شوراگانو ټاکنې په نړېواله کچه وستايل شوې، او د خلکو گډون په کې د دغه هېواد په تاريخ کې بې سارى و.

د رايې اچونې پر مهال د حکومت وسله والو مخالفينو په بېلابېلو سيمو کې گڼ بريدونه وکړل خو د اټکل تر کچې کم و او ټولټاکنې له امنيتي پلوه د افغانستان شرايطو ته په پام سره خورا بريالۍ وبلل شوې.

له امنيتي پلوه، د ټاکنو د خوندي تر سره کېدو لامل څه و؟

آيا يوازې د ښو امنيتي تدبيرونو پايله وه؟

ولس په کې څومره ونډه درلوده؟

د ستاسې نظر په دې گڼه کې يې له تاسو اورو.

مخامخ خپرونې ته زنگ ووهئ شمېره يې ده: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلېفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره مو شمېره ده: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

کولاى شئ د بي بي سي پر پښتو فېسبوک هم خپل نظرونه پرېږدئ.

د خپرونې کوربه یما بارز دی