په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اشرف غني احمدزی: دویم پړاو کې تر جوړ جاړي رایې غوره دي

د افغانستان ولسمشرۍ دوه مخکښ کانديدان وايي په ټاکنو کې د تېر په پرتله درغلۍ لږ وې.

اشرف غني احمدزي له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په خبرو کې وویل، دويم پړاو کې له جوړ جاړي رايې غوره بولي.

حفیظ الله معروف له ښاغلي احمدزي سره يوه مرکه کې ترې پوښتلي چې جوړ جاړى ښه بولي که بيا د رايو صدقونو ته مخه کول؟