په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

روسیه: اوکراین دې پوځي تیاریانې ودروي.

روسيې اوکراين ته ويلي، د خپل هېواد جنوب او ختيځ کې دې پوځي تياريانې ودروي، چې ګواکې کېدی شي کورنۍ جګړه وپاروي.

پر همدې مهال اوکرايني چارواکو وروسته له هغه لسګونه خلک نيولي چې روسي پلوه فعالانو د اوکراين ختيځ کې حکومتي ودانۍ ونيولې او د خپلواکۍ اعلان يې وکړ.

د اوکراين پارلمان کې د ښي اړخه توندلارونو په تورنېدا سره نښتې پيل شوې، چې ګواکې د روسيې منګولو ته د ورټېل وهنې لوبه کوي. پر دوی تور لګېدلی چې توندلاري ټکټيکونه کاروي.

د پېښو پوره انځور په دې رپوټ کې وګورئ