په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اسلام اباد کې چاودنې ۱۹ کسان وژلي

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد، د سبو په یوه مارکېټ کې چاودنې شاوخوا شل کسان وژلي دي.

پاکستاني طالبانو چې اوس یې له حکومت سره اوربند کړی دی، د دې برید پړه و نه منله.

چاودنه نن سهار هغه مهال وشوه چې خلکو مارکېټ ته مالونه را وړل او ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه.