په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هند په ټول ټاکنو کې مهمه ورځ

په هندوستان کې نن د رايې ورکولو مرکزونه د راپورنو له مخې له ګڼې ګوڼې ډک وو.

له څه باندې اته سوه ميليون رايه ورکونکو سره، د ټاکنو بهير د دغه هېواد لروبر کې پنځه اوونۍ غځول شوی، او د نړۍ تر ټولو سترې ټاکنې بلل کېږي.

نن په ډيلي، کېریلا او اترپرادېش کې د سلو میليونو خلکو وار و، چې د خپلې خوښې کانديدانو ته رايې ورکړي.

په دې هکله نور جزییات په دې رپوټ کې چې حمید قیومي یې وړاندې کوي.