په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بم ځپلې شاه بي بي په امریکا کې

تېر کال په افغانستان کې د چاودنو له امله په ريکارډ کچه ماشومان او ښځې وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو پر وړاندې جګړه روانه ده، او بهرني ځواکونه په وتلو دي، داسې وېره ده چې د جګړې له امله به د ملکيانو مرګژوبله هم ورسره لوړېږي.

بي بي سي له يوې افغانې ماشومې نجلۍ سره کتلي چې د تاوتريخوالي له پېښو ژوندۍ پاتې شوې.