په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هلمند سیند اوبه افغانستان ته څومره مهمې دي؟

د هلمند سيند د پغمان له اوونۍ درې نه سرچينه اخلي او له ١١٥٠ کيلومټرو تګ نه وروسته ايران ته اوړي.

د هلمند سيند د افغانستان له دوو لويو اوبيزو سرچینو يو دى، خو د اضافي اوبو د زېرمه کولو لپاره يې آسانتياوې نه دي جوړې شوي او له امله يې هر کال ډېرې اوبه ضايع کېږي.

د هلمند سيند اوبه افغانستان لپاره څومره مهمې او حياتي دي؟

دا پوښتنه یما بارز د مرکې په پیل کې د افغانستان د اوبو او کانالیزاسیون له مشر داد محمد بهير نه کړې ده.