په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"لا هم ګڼ افغان ماشومان بې سرپرسته دي"

په پام کې ده چې ډېر ژر په کابل کې د سړک پر سر د کارګرو ماشومانو په لاس د اخیستل شویو انځورونو نندارتون پرانیستل شي .

د دغه نندارتون موخه دا ده چې د دولتي او نا دولتي بنسټونو پام د دغو ماشومانو شته ستونزو او هیلو ته واړول شي.

د کوچنيانو د خير ښېگڼې موسسې وايي چې په افغانستان کې کوچنيان او تنکي ځوانان د وگړو غوڅ اکثريت جوړوي او له پامه غورځول يې د هېواد راتلونکې گواښلى شي.

د ٢٠٠٧ کال په يوه احصاييه کې د افغان کوچنيانو او تنکيو ځوانانو شمېر شاوخوا شل ميليونه ښودل شوى و چې تر درېيمې برخې ډېر يې ښوونځيو ته نه تلل او له دې ډلې گڼ يې د سړکونو پر سرونو خواره و.

د کوچنيانو د ښېگڼې يوه موسسه آشيانه ده چې له اوږدو کلونو يې بې وزلي کوچنيان پاللي دي.

داود جنبش د آشیانه له مشر انجنير محمد يوسف سره په مرکه کې لومړی ترې پوښتلي چې د کوچنيانو حالت له دومره هڅو سره سره ، څومره د ښه والي پر خوا تللى دى؟