په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د مخکښو کاندیدانو ځایونه بدلېدای شي"

Image caption د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لیوال.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ۲۶ ولايتونو لس سلنه رايو پايلې اعلان کړې.

د دغو څه دپاسه ۵۰۰ زره شمېرل شويو رايو د قسمي پايلو له مخې ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله لومړی ځای لري.

د ولسمشرۍ بل مخکښ نوماند اشرف غني احمدزي دويم ځای خپل کړی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې په څومره کې دا پایله کولى شي د ټاکنو د ټولېزې پایلې انځور ورکړي.

متین سمسور په دې اړه د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز له مشر عبدالغفور ليوال سره مرکه کړې او لومړى یې ترې راتلونکو ورځو کې د ټاکنو په پايلو کې د احتمالي بدلون په اړه پوښتلي دي.