په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

خټک "په افغانستان کې د لاسوهنې خلاف يم"

د خيبر پښتونخوا مشر وزير پرويز خټک وايي پوليسو ته يې په خپل ايالت کې له افغان کډوالو او د درملنې لپاره ورتلونکو افغانانو سره د ښه چلند سپارښتنه کړې ده.

له بي بي سي پښتو تلويزيون سره په خپله لومړنۍ مرکه کې ښاغلي خټک له طالبانو سره د سولې پر خبرو او د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پر اقتصادي ښېرازۍ هم خبرې وکړې.

رفعت الله اورکزي اورکزي ورسره خبرې پر افغان ټاکنو پيل کړې.