په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې اقتصادي وده کمه شوې، ولې؟

د آسیا پرمختیايي بانک وايي، په ۲۰۱۳ م کال کې د افغانستان اقتصادي وده درې اعشاریه درې سلنې ته را ښکته شوې ده. د افغانستان د اقتصاد ودې د کچې ټيټېدل په دغه هېواد کې پانگونه هم سخت اغېزمنه کړې او د وارداتو کچه يې هم په پام وړ کچه ټيټه کړې. د افغانستان د اقتصادي ودې ورووالى په عملي ډگر کې څومره احساسېږي او د امنيتي ستونزو ترڅنگ يې نور لاملونه څه دي؟

دا پوښتنه د افغانستان د سوداگريزې خونې مشر خان جان الکوزی ځوابوي.