په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان کرېکټ نوى روزونکى کابل ته ورسېد

د افغانستان د کرېکټ ملي اکاډمۍ لپاره نوی ګمارل شوی آسترالیايی روزونکی کابل ته رسېدلی دی.

د افغان کرېکټ بورډ چارواکي وايي د پاپوا نیو ګیني د ملي لوبډلې دغه پخوانی روزونکی پیټر انډرسن به د افغانستان د کورني کرېکټ زون په کچه لوبډلو، ملي ١٩ کلنې لوبډلې او ملي الف لوبډلې ته روزنه ورکوي.

ښاغلي انډرسن له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د کرېکټ د روزنکي په توګه دنده تر سره کړې او په ملي ټیم کې یې د کرېکټ ۱۷ کلن او ۱۹کلن نارینه او ښځینه دواړه لوبغاړي روزلي دي.

په دې اړه زموږ همکار اسماعيل سعادت د افغانستان د کرېکټ بورډ له ویاند فرید هوتک سره خبرې کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د نوي روزونکي، پيټر اندرسن په راتګ د افغانستان په کرېکټ کې د څه بدلون د رامنځته کېدو تمه کېږي؟