په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پښتونخوا سېکان او په وړاندې يې گواښ

په پښتونخوا کې سېکان له حکومته غواړي چې د دوى امنيت لپاره ځانگړي گامونه واخلي. سېکان چې ډېری يې له قبايلي سيمو د نا امنيو له امله د پښتونخوا لويو ښارونو ته کډه شوي اوس د ناڅرگندو وسله والو له خوا له گواښ سره مخامخ دي. رفعت الله اورکزى د هغه سېک وگړي کورنۍ ته ورغلى چې په دې وروستيو کې ناڅرگندو وسله والو بې له کوم ښکاره دليله وواژه.